د چين اقتصاد نړۍ ته څه ورکړي؟
CMG2022/03/01 15:09:40
شريکول:

د بريتانيې نړيوالو اړيکو کارپوه ټام فوډي په يوې مقالې کې ليکلي، چې ټوله نړۍ له ناڅرګندو سختو عواملو سره مخ ده او په داسې پېچلو حالاتو کې چين د نړۍ د اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره مهم مرکز بلل کیږي.

د چين احصايې ملي ادارې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه « د ۲۰۲۱م کال د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ احصاييه» راپور خپور کړی او د ټام فوډي ياد نظر يې پکې تاييد کړی دی.

د چين اقتصاد په ۲۰۲۱م کال کې د زياتو کورنيو او نړيوالو فشارونو سره مخامخ و او له ستونزو سره سره يې په سلو کې ۸.۱ اقتصادي وده کړې او د هر کس د جي ډي پي د ودې کچه يې ۸ سلنې ته رسيدلې ده.

چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه ښې او ګټورې لاسته راوړنې لري او د نړیوال اقتصاد د بیا خوځښت لپاره يې قوي مثبته انرژي برابره کړې ده.

د چين اقتصاد د نړيوال اقتصاد لپاره ټينګ ملاتړ برابر کړی او نړيوالې اقتصادي چارې يې په خوځښت راوستلې دي.  په ۲۰۲۱م کال کې د چين اقتصاد عمومي انډول ۱۷.۷ ټريليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چې د اټکل له مخې د نړۍ د اقتصاد ۱۸ سلنه برخه جوړوي او د نړۍ په اقتصادي وده کې څه باندې ۲۵ سلنه ونډه لري. اقتصادپوهان په دې اند دي، چې  پر نړيوال اقتصاد د چين اقتصادي نفوذ د پراخېدو په حال کې دی.

 د یو لړ مشخصو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين د توکو سوداګريز ارزښت او د بهرنيو اسعارو زيرمو يې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی او د خدمتي سوداګرۍ، بهرنۍ پانګونې او د مصرفي بازار پيمانه یې د نړۍ په سر کې ځای لري، چې د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ بیا پيلولو او د نړیوالو صنعتي ځنځيرونو د ثبات ساتلو لپاره يې نه بدلیدونکي رول لوبولی دی.

تېر کال د چين د مالونو د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۳۹.۱ ټریلیونو يوانه ښودل شوی، چې دا د وړم کال په پرتله ۲۱.۴ سلنه زياتوالی ښيي او په پرله پسې پنځو کلونو کې يې د نړۍ د توکو په سوداګرۍ کې لومړی مقام نيولی دی.

 چین د نړیوالو شرکتونو او نړیوالې پانګونې لپاره ښه ځای بلل کيږي او د پانګونې ګرم بازار پکې روان دی.

په چين کې د ۲۰۲۱م کال مستقيمې بهرنۍ پانګونې ۱.۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۱۴.۹ سلنه زياتوالی ښيي او په لومړي ځل له يو ټريليون يوانو څخه اوښتې دي.

چين لوی بازار لري او د کرونا وبا د خپرېدو او د نړیوالې پانګونې د دوامدارې کمېدو په حال کې يې ډېر بهرني شرکتونه راجلب کړي دي

د یادولو وړ ده، چې د «یو کمربند او یوې لارې» د ګډې ابادۍ پلان په ۲۰۲۱ کال کې د دې لارې په اوږدو کې ګڼو هېوادونو په تېره بیا پرمختيايي هېوادونو کې يې د سوداګرۍ، پانګونې او د کارموندنې ډېره زمینه برابره کړې ده.  

په داسې یوه نړۍ کې، چې له ناڅرګندو عواملو سره مخ ده، د چین اقتصاد به پکې د "کلا" رول ولوبوي، لکه څنګه چې ټام فوډي ویلي، د چين اقتصاد به د نړیوال اقتصاد ستنې ټينګې کړي او نړيوالې سوداګریزې چارې به په خوځښت راولي.