چين په ۲۰۲۱م کال کې ډېرې پانګې راجلب کړي
CMG2022/03/01 18:03:44
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د مارچ په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په بهرنيو هېوادونو کې له تېرو دوو کلونو راهيسې پانګونه کمه شوې خو په چين کې بيا بهرنۍ پانګونه زياته شوې ده. په ۲۰۲۱ م کال کې د چين لخوا جلب شوې بهرنې پانګې په تاريخ کې تر ټولو زياتې او عمومي ارزښت يې ۱۱۵۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی دی.

سربېره پردې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره سوداګريزه اندازه د وړم کال په پرتله ۳۲.۴ سلنه زيات شوي او عمومي ارزښت يې ۱۸۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی دی.

(مينه)