امريکا د اوکراين د وضعيت په اړه د چين پر دريځ بې اساسه تورونه لګولي
CMG2022/03/01 10:28:34
شريکول:

د امريکا ځينو خبري رسنيو په دې وروستيو کې د اوکراين د وضعيت په اړه د چين پر درېځ بې اساسه تورونه لګولي دي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي ناسته کې وويل، چې چين د امريکا له دغې کړنې سره، چې پر چين يې بې اساسه تورونه لګولي، ټينګ مخالفت کوي.

وانګ ون بين وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره ټليفوني خبرې کړي او ورته په ډاګه کړې يې ده، چې چين د روسيې او اوکراين تر منځ له خبرو اترو ملاتړ کوي. چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه لري، چې په سياسي چوکاټ کې د خبرو اترو له لارې اوسنۍ کشالې ليرې کړي. وانګ يي زياته کړه، چې هغه هم د څو هېوادونو له خارجه وزيرانو او سياستوالو سره ټليفونې خبرې کړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې په نړۍ کې بايد د سړې جګړې مفکوره له منځه يووړل شي او د ټولو هېوادونو امنيتي غوښتنې بايد تر نظر او غور لاندې ونيول شي. (خبرياله : شکريه)