ايمانويل مکرون له پوتین او زلینسکي سره ټليفوني خبرې کړي
CMG2022/03/01 14:47:07
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په جلا جلا توګه د روسيې له ولسمشر ويلاديمير پوتین او د اوکراین له ولسمشر زلینسکي سره ټلیفوني خبرې کړې دي. 
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د یوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې مکرون له پوتین سره په خبرو کې ويلي، چې روسیه دې د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته لبیک ووايي او پر اوکراين دې بريد پای ته ورسوي او سمدستي دې اوربند وکړي.
 دواړو مشرانو موافقه کړې، چې په راتلونکو څو ورځو کې به بیا تماس وساتي او د اوکراین وضعیت د لا تریګلتیا مخه به ونيسي. 
پوتین پر دې ټينګار کړی، چې د روسيې ځواکونه به د اوکراین پر ملکي وګړیو او تاسیساتو هېڅ بریدونه ونه کړي او ويلي يې دي، چې د اوکراین کړکیچ منځګړیتوب یوازې په هغه صورت کې کېدای شي، چې د امنیت په برخه کې د روسيې قانوني غوښتنې تر غور لاندې ونيول شي. نوموړي د ساري په ډول د کريميا خبره یاده کړې او ويلي يې دي، چې نړۍ باید پر کریمیا د روسيې حاکمیت په رسميت وپېژني، له اوکراین باید پوځي وسلې پاکې او اوکراین باید د بېطرفۍ دريځ ډاډ ورکړي. 
مکرون له زلینسکي سره په ټلیفوني خبرو کې له دې سره موافقه کړې، چې د اوکراین کړکیچ باید د خبرو اترو له لارې پای ته ورسیږي.
 (هیله)