د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې به د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د معيوبينو چارو تګ راتګ پياوړی کړي
CMG2022/03/01 09:54:40
شريکول:

د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې به د مارچ په څلورمه نېټه په رسمي توګه پيل شي. د بېلا بېلو هېوادونو د پارالمپيک پلاوي په دې وروستيو کې بېجينګ ته رسیدلي او لوبغاړي د پارالمپيک ژمنيو لوبو سټوډيومونو کې په تمرينونو بوخت دي.

خبريالانو له دغو لوبغاړيو څخه د مرکو په ترڅ کې پوښتلي، چې دوی د بېجينګ د پارالمپيک د ژمنيو لوبو د لوبغالو په باب څه احساس لري؟ اکثرو لوبغاړيو ورته مثبت ځوابونه ويلي او ستاينې يې کړې دي.

پر لوړو غرونو د سکي وهلو په اړه د هالنډ د لوبډلې روزونکی نيکي وايي:

((د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو د لوبغاړيو کلي په تاسيساتو کې ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي. زه دلته د رسېدو له لومړۍ ورځې راهيسې ښه خوب کوم او مهالي توپيرونو پر ما هيڅ اغيزه نه ده کړې. دا به ډېرې ښايسته پارالمپيک ژمنۍ لوبې وي.))

د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي او خدمتي کارونو د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون کوونکو ستاينې تر لاسه کړي او ورڅخه څرګندېږي، چې د چين معيوبينو چارو په تېرو څو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی دی. د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو او ادارو د معيوبينو د بدني توان د بيا اعاده کېدو، په ښارونو او کليو کې د معيوبينو د روزګارونو او چارو د پياوړتيا او معيوبينو ته له خنډونو د پاک چاپيريال د برابرولو په شمول ډېرو برخو کې اغيزمن تدبيرونه نيولي دي.

د يانګ شو ټينګ په نوم يوه پيغله له هو نان ولايت څخه د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې په مراسمو کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلې ده. نوموړې ۱۹ کلنه وه، چې په يوې ترافیکې پېښې کې يې نيم ځان فلج شو، خو خپلې هيلې يې له لاسه نه دي ورکړې. هغې په ۲۰۱۶م کال کې د ځايي حکومت په مرستې يو شرکت پرانيستلی او اوس يې ښه پرمختګ موندلی او د معيوبينو په شمول ۱۳۰۰ ځايي اوسيدونکو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په هو نان ولايت کې د بېلا بېلو سيمو له استازو سره د کتنې په ترڅ کې له يانګ شو ټينګ سره هم وکتل او خبرې يې ورسره وکړې او د معيوبينو چارو د پياوړتيا په هکله يې ورته وويل، چې د معيوبينو حقونه بايد ښه وساتل شي او دا د خوندي ژوند په اړه د خلکو د اميدونو د پلي کولو بنسټ دی، نو بېلا بېلې خواوې بايد د معيوبينو چارو د ښه پرمختګ لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

له خنډونو پاک چاپيريال ابادي د معيوبينو د خوندي ژوند د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري او د يو هېواد او يوې ټولنې د مدنيت نښه بلل کيږي. د تېر کال په نومبر مياشت کې، د چين ۱۳ حکومتي ادارو په ګډه د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې له خنډونو پاک چاپيريال د ابادولو لايحه طرحه کړې، چې له مخې به يې تر ۲۰۲۵م کال پورې د بې وزلو معيوبينو د ۱۱۰۰ زرو کورنيو لپاره له خنډونو پاک او د لاسرسي وړ تاسيسات ترتيب شي. دغه راز، د چين معيوبينو ټولنې د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره زړو او عمر خوړلو کسانو او معيوبينو ته د لا ښه خدمت د برابرولو لپاره د ۲۱۷ ويبپاڼو او د موبايل اپونو د ترميم پروژې تر سره کړې دي، چې د دې پر مټ به د مخابراتو او معلوماتو په برخو کې د معيوبينو پر وړاندې شته ستونزې ليرې شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين به په پر له پسې توګه د معيوبينو چارو د پياوړتيا لپاره کوښښوونه وکړي، څو معيوبين د ټولنې له هراړخيز پرمختګ او  ګډې شتمنۍ څخه ګټې واخلي.

د چين له رهبر څخه تر عامو وګړيو پورې هره ساحه د معيوبينو چارو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او چين غواړي، چې د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په موده کې له بېلا بېلو هېوادونو سره اړوند تګ راتګ پياوړی کړي، څو په بېلا بېلو هېوادونو کې معيوبين په برابره توګه د ټولنې او اقتصاد له ابادۍ څخه خوند واخلي او په جامع چاپيريال کې ژوند وکړي.