په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۳۴ میلیونو، ۱۵۴ زرو او ۷۳۹ ته رسېدلی
CMG2022/03/01 14:44:52
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۱۵ زره او ۵۰۴ نوې پېښې ثبتې شوي او عمومي شمېر يې ۴۳۴ میلیونو، ۱۵۴ زرو او ۷۳۹ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۵۲۰۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۹۴۴ زرو او ۳۴۲ ته رسېدلی دی. (هیله)