چين: پر حوثي ډلې لګيدلي بنديزونه به د يمن د ستونزو د حل لپاره ښه رول ولوبوي
CMG2022/03/01 11:06:42
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امنیت شورا د يمن حوثي ډلې ته د وسلو پر ليږدونې بنديزونه لګولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د امنيت شورا د يادې پرېکړې په اړه توضيحي وينا کړې او ويلي يې دي، چې پر حوثي ډلې ياد بنديزونه به د يمن د سیاسي جوړجاړي لپاره ښه رول ولوبوي او ښکېلې خواوې به خبرو ته را وګرځي.
نوموړي ويلي، چې د يمن حالات د سږ کال له پيل راهسې د خرابېدو په لور روان دي او د بېلا بېلو خواوو تر منځ کشالې د پېچلېدو په حال کې دي. چين د يمن وضعيت له نژدې څاري او پر عامو وګړو او ملکي ودانيو له هر ډول بريد سره مخالف کوي.
نوموړي پر حوثي ډلې غږ کړی، چې سمدلاسه پر عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان بريدونو ته د پای ټکې کېږدي.

چين د ملي خونديتوب د ساتنې په پار د سعودي عربستان او د عربي متحده اماراتو له کوښښونو څخه ملاتړ کوي.
(خبرياله : شکريه)