د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د کوريا جمهوريت له خارجه وزير چونګ يوي يونګ سره په انلاين ليدنې کې ويلي، چې د چين کمونېست ګوند او حکومت په اوکراين کې د چينايانو
خونديتوب له نژدې څاري، د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت د
بيړنۍ همغږۍ ميکانيزم پيل کړی، له اړوندو خواوو سره يې نژدې تماسونه نيولي او د
چينايانو او چيني سازمانونو د خونديتوب د ساتنې لپاره يې غوره اقدامات کړي دي.
نوموړي ويلي، چې چين د اوکراين له بېلا بېلو خواوو څخه مننه کوي، چې د چينايانو
پالنه يې کړې او د کشالې له اړوندو خواوو يې غوښتي، چې د عامو وګړو ژوند او شتمنۍ
وساتي. (خبرياله : شکريه)