د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو اسمبلۍ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د اوکراین کړکیچ په اړه یوه بېړنۍ غونډه ترسره کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون په دغه غونډه کې وینا کړې او ويلي يې دي، چې د اوکراین د کړکیچ د سیاسي حل لپاره باید ډيپلوماتیک کوښښونه وهڅول شي او د ښکېلو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو لپاره باید ښه زمینه برابره شي. (هيله)