چين: امريکا د بشري حقونو په برخه کې دوه ګوني معيارونه نیسي
CMG2022/03/01 17:38:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په لومړۍ نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د نړۍ ټولو هيوادونو ته مالومه ده، چې امريکا د بشري حقونو په برخه کې دوه ګوني معيارونه غوره کوي.

وانګ ون بين وويل، چې امريکا يوه خوا هميشه پر نورو هېوادونو بې له دليله تورونه لګوي او په خپله خوښه د خلکو د بنديدو او جبري کارونو حالت ټاکي، خو له بلې خوا يې د خپل هېواد په زندانونو کې له بنديانو سره په بد سلوک او ناوړه چلند سترګې پټې کړې دي.

امريکا د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې زندانونه لري او د دغه هيواد د ګونټانامو زندان په شمول په ډېرو زندانونو کې له محکمې پرته خلک ځوروي، بنديان کوي يې او شکنجې ورکوي.

د امريکا يادې کړنې ددې ښکارندويي کوي، چې دغه هيواد نړيوال قوانين تر پښو لاندې کړي او په بشري حقونو تېری کوي.

 وانګ ون بين په اشارې وويل، چې امريکا بايد په کور دننه خپلو مسئلو ته پاملرنه وکړي اود بشري حقونو مسئلې دې سیاست پسې نه تړي او د نورو هيوادونو د خلکو بشري حقونه دې نه پيمالوي.