د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا ملي کانګرس د مارچ په لومړۍ نېټې نوي حکومت ته د باور رايه ورکړې ده.
د لېبيا
نوی حکومت به د اوسني لومړي وزیر عبدالحميد الدبيبه په مشرۍ د ملي يووالي حکومت پر
ځای کار وکړي، خو عبدالحميد الدبيبه څه موده مخکې په ټينګار ويلي وو، چې د ده په
مشرۍ د ملي يووالي حکومت به تر راتلونکو ټاکنو پورې خپلو کارونو ته دوام وکړي او
واک به يوازې په ټاکنو کې انتخاب شوي صدراعظم ته سپاري.
(خبرياله:
شکريه)