پوتين د روسيې د پولي ثبات د ساتلو په موخه د لنډ مهالو اقداماتو حکم صادر کړ
CMG2022/03/02 11:03:09
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د کرېملين ماڼۍ مطبوعاتي ادارې د مارچ په لومړۍ نېټه خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير پوتين د پولي ثبات د ساتلو په موخه د لنډ مهالو اقداماتو حکم صادر کړی دی.

په ياد فرمان کې ويل شوي، چې د مارچ له دوهمې نېټې څخه، که د روسيې وګړي غواړي د لویديځو هيوادونو د وګړو پورونه پرې کړي او يا غواړي له دوی سره معاملې وکړي، بايد د روسیې د بهرنيو پانګونو له څار کمېټې څخه اجازه ترلاسه کړي او د اسهامو معاملې یې بايد د روسيې د مرکزي بانک او د ماليې وزارت لخوا ومنل شي او بايد په ټاکلو ځايونو کې معاملې ترسره کړي.
پوتين په دغه فرمان کې ويلي، چې څوک له روسیې څخه له ۱۰ زرو امريکايي ډالرو څخه ډېرې پیسې له ځان سره نه شي ليږدولی.
(خبرياله: شکريه)