ايران : د اتومي تړون د موافقه ليک مسوده بشپړه شوې
CMG2022/03/02 11:00:35
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه ويلي، چې د ايران اتومي تړون ښکېلو خواوو د خبرو اترو له لارې د تړون د موافقه ليک د مسودې ۹۸ سلنه موضوعات بشپړ کړي او اوس د ايران لخوا د دغې مسودې ارزونه روانه ده. هغه زياته کړې، چې په خبرو اترو کې ځينې پاتې مسئلې هم بايد حل شي.

نوموړي ويلي، چې ايران لوېديځو هېوادونو ته خپله سره کرښه او د اختلاف ټکي وړاندې کړې، خو دغو هيوادونو د ځينو مسئلو د سياسي حل لپاره هيڅ ګامونه نه دي پورته کړي.
د ایران حکومت وايي، چې لویديځ هيوادونه بايد پر دغه هيواد هيواد لګېدلي بنديرونه لغوه کړي او ايران ته بايد له ذروي انرژۍ څخه د سوله ييزې استفادې اجازه ورکړي.
(خبرياله: شکريه)