چين: امریکا بايد له تايوان سره هر ډول رسمي‌ تګ راتګ پرې کړي
CMG2022/03/02 11:04:37
شريکول:

په دې ورځو کې د امريکا پخواني لوړ پوړي چارواکي‌ د چين له تايوان څخه ليدنه کوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په لومړۍ نېټه په يوه مطبوعاتي‌ غونډه کې وويل، چې چين له امريکا څخه غواړي، چې له تايوان سره هر ډول رسمي تګ راتګ پرې کړي.

د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جو بايډن د دې هېواد ۵ پخوانيو لوړ پوړو چارواکو ته امر کړی، چې د مارچ په لومړۍ نېټه له تايوان څخه ليدنه وکړي او د تايوان له مشرې څای ينګ ون سره وګوري. 

وانګ ون بين په دې اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چينايان پر ملي حاکميت او د خاورو پر بشپړتيا ټينګار لري او بهرني هېوادونه بايد د چين عرضي تماميت ته درناوی وکړي.