د امريکا د بشري حقونو رښتينې څېره !
CMG2022/03/02 14:50:28
شريکول:

د امريکا د يوې سروې پايله ښيي، چې د دغه هيواد وګړي له ډېر بد وضعيت سره مخ دي.  په دغې سروې کې د امريکايانو غږ  انعکاس شوی او د امريکا د بشري حقونو د بدو حالاتو ښکارندويي پکې شوې ده. د يادې سروې له نيمايي زياتو ګډونوالو  ۲۰۲۱م کال تر ټولو ناوړه او بد کال بللی دی.

د چين حکومت د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه (( په ۲۰۲۱م کال کې پر بشري حقونو د امريکا د تيري راپور )) خپور کړی او په دغه راپور کې يې د مشخصو شمېرو او ډېرو بېلګو د ښودلو له لارې په تېر يو کال کې د امريکا د بشري حقونو ناوړه وضعيت او بدې کړنې په ډاګه کړې دي.

دغه راپور وايي، چې کرونا وبا په امريکا کې د سياسي اړ دوړ له امله ډېر خلک وژلي او د ډېرو خلکو چارې يې ټکنۍ او خرابې کړې دي.

د امريکا جعلي ډيموکراسۍ د امريکايانو سياسي حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

 په امريکا کې پر ملي لږکيو په تېره بيا پر اسيا الاصله وګړو ظلمونه او بريدونه زيات شوي او په نړۍ کې د دغه هېواد د يواړخيزو کړنو له امله د بشر دوستۍ ناورينونه را پورته شوي دي.

د کرونا وبا ضد ناکامې مبارزې، د امريکا د بشري حقونو رښتينی وضعيت انعکاس کړی دی.

په ۲۰۲۱م کال کې په امريکا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ ميليونو او ۵۱۰ زرو تنو ته او د دغې وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر  ۴۸۰ زرو ته رسيدلی، چې دغه دواړه شمېرې د ۲۰۲۰م کال په پرتله زياتوالی ښيي او د نورو هېوادونو په پرتله لوړې دي. د دغه وضعيت لامل دا ښودل شوی، چې امريکايي سياستوالو د خپلو سياسي ګټو لپاره د خلکو  روغتيا او ژوند له پامه غورځولي او تل يې هڅې کړي، چې کرونا وبا ته سياسي رنګ ورکړي.

د امريکايانو پر وړاندې نور ډېر خطرونه هم شته. ياد راپور وايي، چې تېر کال په امريکا کې ۶۹۳ د ډزو لويې پېښې شوي، چې دا رقم د ۲۰۲۰م کال په پرتله لس اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي او د دغو پېښو له امله له ۴۴ زرو زيات کسان وژل شوي دي. په امريکا کې نژادي تبعيض هم د سختېدو په حال کې دی. په نيويارک کې د اسيا الاصله وګړو پر ضد د جنايي پېښو شمېر د ۲۰۲۰م کال په پرتله درې اعشاريه  ۶۱ زيات شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي فيرنانډ ډي وارنيز  ويلي، چې د امريکا د بشري حقونو د قوانينو سيستم هراړخيز نه دی او متروک شوی او د نابرارۍ د سختېدو سبب شوی دی.

امريکا په ۲۰۲۱م کال کې د ډيموکراسۍ په برخه کې ناکام هيواد بلل شوی دی.

د امريکې په ۴۹ ايالتونو کې د خلکو پر رايې ورکونې محدوديتونه لګيدلي او په دې برخه کې يې ۴۲۰ قانوني لايحې وړاندې کړې دي. په دغه هېواد کې يوازې اوه سلنه ځوانان په دې نظر دي، چې د امريکا ډيموکراتيک نظام سالم او اغېزمن دی.

بلخوا د امريکا پر حکومت د امريکايانو د باور کچه له ۱۹۵۸م کال وروسته تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلې ده.

نړيوالو ته په ۲۰۲۱م کال کې د امريکا د بشري حقونو رښتينې څېره په ډاګه شوې ده.

د امريکا د کيپيټل هيل کړکېچ د همدې کال په جنورۍ کې رامنځته شو، په اګست کې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه په ډېرې چټکۍ ووتل او په ډسمبر کې امريکا تش په نوم د ډيموکراسۍ سرمشريزه تر سره کړه او د نړيوالو د خنده وړ وګرځېده. د دغو ناوړو کړنو له امله (( د امريکا بشري حقونه ) نړۍ ته ښکاره شوي دي.

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو بېړنۍ وتنه د امريکايي ډوله بشري حقونو د ناکامۍ يوه نمونه بلل کيږي. دا پېښه به د خلکو له ياد څخه و نه ځي، چې امريکايي ځواکونو له کابل څخه د وتلو په ترڅ کې هوايي بريدونه وکړل او له امله يې د ۷ ماشومانو په شمول د يوې افغان کورنۍ ۱۰ غړي ووژل شول.

ايا د عامو وګړو وژوونکي د بشري حقونو د بيانولو حق لري؟

د امريکايي سياستوالو په قاموس کې (( بشري حقونه )) له بادارۍ سره برابر دي، نو ځکه په ۲۰۲۱م کال کې زياتو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۸مه غونډه کې د امريکا غندنه کړې او ويلي يې دي، چې امريکا د بشري حقونو د نړيوالو چارو تر ټولو لويه ويجاړوونکې ده.

د امريکا د هارډورډ پوهنتون د نړيوالو اړيکو پروفېسور سټيفن والټ وايي، چې امريکا بايد لومړی خپلې ستونزې حل کړي او بيا دې پر دې فکر وکړي، چې څنګه له نورو هېوادونو سره تګ راتګ وکړي.