چين: له روسيې سره به عادي سوداګريزو همکاريو ته دوام ورکړو
CMG2022/03/02 19:00:44
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ پر ۲مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين او روسيه به د متقابل درناوي، برابرۍ او ګډو ګټو په روحيه خپلمنځي عادي سوداګريزو همکاريو ته دوام ورکړي.

وانګ ون بين وويل، چې چين له هر يو اړخيز بنديز سره ټينګ مخالفت کوي او په دې نظر دی، چې بنديزونه د مسئلو د حل اصلي اغېزمنه لار نه شي کيدلای او په ځپل شويو هېوادونو کې به د اقتصاد او د خلکو د ژوند په وړاندې سختې ستونزې رامنځته کړي او د ښيکلو هېوادونو ترمنځ بېلتون او مقابله به راپورته کړي. نوموړي له اړوندو خواوو څخه وغوښتل، چې د اوکراين مسئلې او له روسيې سره د اړيکو په چارو کې بايد د چين او نورو خواوو حقه حقونه زيانمن نه کړي.