روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر۴۳۵۶۲۶۵۱۴ ته رسېدلی
CMG2022/03/02 10:56:54
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په لومړۍ نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر ځايي وخت د مارچ د لومړۍ نېټې د مازديګر تر پنځو بجو او ۳۷ دقيقو پورې په ګرده نړۍ  کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱ ميليون، ۲۰۰ زره او ۲۸۷ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۳۵ ميليونه، ۶۲۶ زره او ۵۱۴ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله د مړينې شمېر ۷۰۸۲ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵ ميليونه، ۹۵۲ زره او ۲۱۵ ته رسېدلی دی.