چين (( په ۲۰۲۱م کال کې پر بشري حقونو د امريکا د تيري راپور)) خپور کړی
CMG2022/03/02 11:10:41
شريکول:

چین څو ورځې مخکې (( په ۲۰۲۱م کال کې پر بشري حقونو د امريکا د تيري په اړه راپور)) خپور کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په لومړۍ نېټه په يوه مطبوعاتي ‌غونډه کې وويل،‌ چې د ياد راپور ګڼ شمېر حقيقتونو په امريکا کې د بشري حقونو سخت حالت په ګوته کړی دی.

وانګ ون بين د ياد راپور د حقيقت په حواله وويل، چې امريکا په نړۍ کې تر ټولو ښه طبي سيستم لري، خو په دې هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو او له دې امله د مړه شويو کسانو شمېر هم تر ټولو هېوادونو زيات دی. د تېر کال د پيشګويۍ له مخې، د امريکايانو منځنی عمر ۱.۱۳ کاله کم ښودل شوی، چې دا له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې تر ټولو ټيټ دی. د امريکا د ټولنې امنيتي وضعيت هم مخ په سختېد دی. په امريکا کې تېر کال ۶۹۳ د ډزو پېښې شوي، چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۱۰.۱ سلنه زياتوالی ښيي او په دغو پېښو کې ۴۴ زره کسان وژل شوي دي.