وانګ يي له خپل اوکرایني سیال سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/02 10:59:47
شريکول:

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په لومړۍ نېټه د اوکراين په بلنه د دغه هېواد له خارجه وزير دميترو کولبا سره ټليفوني خبرې وکړې.

دميترو کولبا په يادو ټليفوني خبرو کې د اوکراين او روسيې تر منځ د لومړۍ دورې د خبرو اترو په اړه مالومات ورکړي او ويلي يې دي، چې اوکراين د اوسنۍ کشالې ختمېدو ته لومړيتوب ورکوي او په خبرو اترو کې يې پرانيستي او مثبته رويه غوره کړې ده.
نوموړي ويلي، چې که څه هم خبرې اترې په سالم ډول نه دي تر سره شوي، خو اوکراين لا هم سړه سينه ساتلې او د خبرو اترو پرمخبيول غواړي. چين د اوکراين بحران د حل په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی شي او اوکراين به له چين سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي.
نوموړي تمه ښودلې، چې چين به د اوکراين او روسيې ترمنځ د اوربند لپاره ډېر کوښښونه وکړي.  
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د اوکراين وضعيت ډېر بدل شوی، چين د اوکراين او روسيې تر منځ د روانې کشالې په اړه اندېښمن دی او د عامو وګړو وضعیت له نژدې څاري.
نوموړي ويلي، چې چين د اوکراين مسئلې په اړه ډاګيز، شفاف او دايمي دريځ لري او بايد د دې هېواد يووالي او د خاورو تماميت ته درناوی وشي.
چين له اوکراين او روسيې څخه غواړي، چې د خبرو اترو له لارې خپلمنځي اختلافات حل کړي او د اوسنيو ستونزو د سياسي حل لپاره د نړيوالې ټولنې له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. (خبرياله: شکريه)