د ټرمپ اقتصادي مشاور ګاري کون: امريکا دې پر چيني توليداتو ګمرکي تعرفې لغوه کړي
CMG2022/03/02 16:22:13
شريکول:

د سينګاپورد ليان هه ځاو باو ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقتصادي مشاور ګاري کون د بايډن له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې پر چيني توليداتو ګمرکي تعرفې لغوه کړي، تر څو د امريکا د پيسو پړسوب حالت ښه والی ومومي.  

نوموړي د دوشنبې په ورځ يوې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې ګمرکي تعرفې يوازې د سوداګريزو توکيو لګښت لوړوي او په سياست کې د لا سختو مسئلو سبب ګرځي.

له ۱۹۸۰م کال راهيسې، اوسمهال په امريکا کې د پيسو پړسوب حالت تر ټولو سخت بلل شوی او په تېرې جنورۍ کې د دې هيواد سي پي اې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷عشاريه ۵سلنه زياته شوې ده.