ټاکل شوې، چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کمېټې د کلنۍ غونډې په اړه مطبوعاتي ناسته به د مارچ په درېيمه نېټه په انلاين ډول تر سره شي او د دې غونډې ویاند ګوه وې مين به چيني او بهرنیو خبري رسنيو ته معلومات او د هغوی پوښتنو ته به ځوابونه ورکړي.
د چين دولتي رسنۍ چاينا مېډيا ګروپ او سينهوا خبري اژانس به په هغه وخت دغه مطبوعاتي غونډه په ژوندۍ بڼه خپره کړي.