په بلوچستان کې چاودنې ۲۷ تنو ته مرګژوبله اړولې
CMG2022/03/03 11:23:19
شريکول:

د پاکستان د بلوچستان ایالت د روغتیايي چارو ادارې مطبوعاتي مسئول وسیم بیګ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د مارچ د ۲مې نېټې په شپه د دې ايالت په مرکز کوټې ښار کې چاودنه شوې، چې له امله يې د یو پوليس په شمول لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي. 

د پاکستان خبري رسنیو ويلي، چې دغه چاودنه د بلوچستان د مرکز کوټې په یو بازار کې د پوليسو موټر ته نږدې شوې ده. خبر زیاتوي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته رسیدلي او ټپيان يې روغتون ته لیږدولي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخیستې. (هيله)