روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۳۷۳۳۳۸۵۹ ته رسېدلی
CMG2022/03/03 10:52:09
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۲مې نېټې د مازديګر تر پنځو بجو او ۱۱ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱ ميليون، ۵۵۷ زره او ۱۰۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۳۷ ميليونه، ۳۳۳ زره او ۸۵۹ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې وبا له امله د مړينې شمېر ۷۹۷۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵ ميليونه، ۹۶۰ زره او ۹۷۲ ته رسېدلی دی.