چين د معيوبينو د سپورټي چارو د پرمختګ، حقونو او ګټو د ضمانت سپين کتاب خپور کړ
CMG2022/03/03 15:58:22
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۳مه نېټه د معيوبينو د سپورټي چارو د پرمختګ، حقونو او ګټو د ضمانت سپين کتاب خپور کړی او په يوه خبري ناسته کې يې د دغه سپين کتاب په هکله معلومات ورکړي دي.

په دغه سپين کتاب کې راغلي، چې د چين حکومت د معيوبينو روغتيا او د دوی د سپورټي چارو پرمختګ ته د هېواد په لویو ستراتېژيو کې ځای ورکړی دی.

 په چين کې د معيوبينو د سپورټ سويه په لوړېدو ده او د معيوبو لوبغاړو لپاره د سپورټي لوبو شمېر هم په زياتېدو دی. چين د معيوبو لوبغاړو د سپورټ په نړيوالو لوبو کې خپل خدمتونه تر سره کوي او د دغو نړيوالو لوبو په چارو کې هراړخيز ګډون لري، د معيوبينو د چارو په برخه کې له نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره پر له پسې همکارۍ کوي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو دوستي ټينګوي.

په دغه سپين کتاب کې دا هم راغلي، چې د معيوبينو سپورټ پرمختګ د چين د بشري حقونو د چارو د پرمختګ او د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو ښکارندويي کوي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو دوستي ټينګوي، دغه راز د بشري حقونو د ادارې لپاره د عادلانه، زغم لرونکي او معقول نړيوال نظام جوړولو، د نړيوالې سولې او پرمختګ ساتلو لپاره د چين خدمتونه وړاندې کوي.