د امريکا حکومت د شينجيانګ په اړه د جعلي معلوماتو په جوړولو او خپرولو کې لارښوونکی رول لوبوي
CMG2022/03/03 14:52:18
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دې وروستيو کې د شينجيانګ په اړه بې ځايه او بې بنسټه خبرې کړې دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په دوهمه نېته د دغه وزارت په نوبتي خبري ناستې کې وويل، چې د امريکا حکومت د شينجيانګ په اړه د درواغو او جعلي معلوماتو د توليدي ځنځير په بېلا بېلو برخو کې لاس لري او د دغو ناوړو او جعلي معلوماتو په جوړولو او خپرولو کې لارښوونکی رول لوبوي. نوموړي د امريکا د دغو ناوړو خبرو او کړنو غندنه وکړه.

وانګ ون بين وويل، چې د نژادي تبعيض او نژادي تصفيې په اړه څرګند نړيوال تعريف موجود دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ  د ۱۹۴۸م کال په ډسمبر کې (( د نژادي تصفيې د مخنيوي او سزا تړون )) تصويب کړی دی او پکې يې د نژادي چڼ په اړه څرګند تعريف وړاندې کړی او په څرګندو ټکو پکې د مشخص توکم او يا ډلې پوره له منځه وړل او يا يې ځينې برخې ختمول ظالمانه کړنې بلل شوې دي.

 وانګ ون بين وويل، چې امريکا د خپلواک هېواد له جوړېدو څخه وروسته په څو کالونو کې ډېری اينديان ووژل.

 د امريکايي اينديانيانو نفوس په  ۱۴۹۲م کال کې ۵ ميليونه ښودل شوی او د ۲۰مې پېړۍ په پېل کې يې بيا ټول نفوس ۲۵۰ زره تنه ښودل شوی دی.

د امريکا حکومت دوی ډېر په بې رحمې ووژل، خو په هر څه يې سترګې پټې کړې ډي.

د ملګرو ملتونو د ياد د تعريف له مخې، د امريکا دغه کړنه  نژادي تصفيه بلل کيږي.

 وانګ ون بين زياته کړه، چې د چين بهرنيو چارو وزارت پر خپلې ويبپاڼې (( د امريکا له خوا د ايندانيانو د نژادي تصفيې تاريخي حقيقيت او شهادت)) مقاله خپره کړې او د ټولو هرکلی کوي، چې دغه مقاله ولولي.

وانګ ون بين وويل، چې د چين د شينجيانګ نفوس له تېرو ۶۰  کلونو راهيسې ۴ چنده زيات شوی دی او د اويغوريانو عمومي شمېر له ۲ ميليونو او ۲۰۰ زرو تنو څخه ۱۲ ميليونو  تنو ته پورته شوی دی. د شينجيانګ د نژداي تصفيې په اړه خبرې  د پېړۍ لوی درواغ او پروپاګنډ دي.

مايک پومپيو د ټرمپ حکومت د ماموريت مودې په پای کې د شينجيانګ د نژادي تصفيې تبليغات پيل کړل. که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وکيلانو دغه تبليغات بې ځايه بللي، خو پومپيو د چين ضد سياسي موخې لپاره دغه تبليغات د چين د بدنامولو د عمده وسلې په توګه کارولي دي. د جو بايډن حکومت نه يوازې د تېر امريکايي حکومت تېروتنې سمې نه کړې، بلکې دغو ناوړو کړنو ته يې دوام ورکړ او غواړي، چې د چيني ملت يووالی ويجاړ  او د چين د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د شينجيانګ په اړه د امريکا د تبليغاتو لارې چارې پر خبري رسنيو ډېرې خپرې شوي او د امريکا علمي ارګانونو، فکري مرکزونو او غېرحکومتي سازمانونو د حکومت تر هڅونې لاندې د شينجيانګ په اړه تش په نوم څېړنيز راپورونه جوړ او خپاره کړي او اړوند کتابونه يې نشر کړي دي.

 د امريکا د نړيوالو خبري رسنيو ادارې تر کنترول لاندې مطبوعاتي ارګانونو په لسګونو ژبو د شينجيانګ د نژادي تصفيې او جبري کارونو او مذهبي چارو په اړه جعلي خبرونه او تبليغات کړي او د ملګرو هېوادونو له خبري رسنيو څخه يې د همکارۍ له لارې خپاره کړي دي. امريکا د انټرنيټي تکنالوژۍ له لارې د شينجيانګ په اړه د رښتينو معلوماتو پر خپرولو محدوديتونه لګولي او د دې تر څنګ يې د شيجيانګ په اړه د جعلي معلوماتو له خپرونکو  سره مرستې کړې دي.

د دروغو مزل لنډ وي.

د سلو هېوادونو د کارپوهانو، خبريالانو، ډيپلوماټانو او مذهبي استازو په شمول  ۲ زرو وګړو له تېرو څو کلونو راهيسې شينجيانګ څخه ليدنې کړي او له نژدې يې د دغې سيمې د ټولنې د آرامتيا، اقتصادي پرمختګ او د خلکو د نيکمرغه ژوند وضعيت کتلی دی. د نژدې سلو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين له تګلارې څخه ملاتړ ښودلی او له هغه کړنو سره يې مخالفت څرګند کړی، چې د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسونه کوي.

وانګ ون بين پر دې ټينګار وکړ، چې د شينجيانګ دروازه خلاصه ده او هرکلی کوو، چې د بېلا بېلو هېوادونو شخصيتونه له شينجيانګ څخه ليدنې وکړي.