چين د خبرو اترو له لارې د اوکراين بحران د حل غوښتنه کوي
CMG2022/03/03 11:03:55
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مارچ په دوهمه نېټه بېړنۍ غونډه ترسره کړې او د اوکراين مسئلې د پرېکړه ليک مسودې په اړه يې رايګيري ترسره کړې ده.
په م.م کې د چين دايمي استازي جانګ جون ممتنعه رايه ورکړې او د خپل هيواد په اړه يې توضيحي وينا کړې ده. نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د اوکراين وضعيت ډېر بدل شوی او د اندېښمن وړ یې بللی دی او زياته کړې يې ده، چې چين د اوکراين مسئلې په اړه شفاف او دايمي دريځ لري او له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د دې هېواد يووالي او خاورو تماميت ته درناوی وکړي او د ملګرو ملتونو له منشور او اصولو سره سم باید اوسنی بحران حل کړي.
نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه باید تر وسې پورې د اوسنيو حالاتو د ښه والي او د کشالې د لا سختېدو د مخنيوي په پار اړينې چارې ترسره کړي.
روسيې او اوکراين لومړۍ پړاوييزې خبرې اترې ترسره کړي، که څه هم د دوی تر منځ اختلافات موجود دي، خو هيله شته، چې يادې خبرې اترې به دوام ومومي.
نوموړي ويلي، چين په اوسنيو پېچليو حالاتو کې يو ځل بيا له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د اوکراين بحران د سياسي حل او د دواړو هېوادونو تر منځ د مستقيمو خبرو اترو لپاره شرايط برابر کړي.
(خبرياله: شکريه)