د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې کلنۍ غونډه د مارچ په څلورمه پيليږي
CMG2022/03/03 16:22:20
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کمېټې د پنځمې غونډې په اړه خبري ناسته د بېجينګ په وخت د مارچ د درېيمې نېټې د ماسپښين په دريو بجو پيل شوه او د دې خبري ناستې وياند ګوه وی مين چيني او بهرنيو رسنيو ته د يادې غونډې په اړه معلومات ورکړل..

ښاغلي ګوه وويل، چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کمېټې پنځمه غونډه به د روانې میاشتې د څلورمې نېټې د ماسپښين په دريو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پيل شي او د همدې میاشتې د لسمې نېټې په سهار به پای ته ورسيږي.

د دغې شپږ ورځنۍ غونډې پر مهال به د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د دايمي کمېټې کاري راپور او اړوند وړانديزونه وړاندې او وڅېړل شي، د غوڼدې ګډونوال به د چین د ملي ولسي کانګريس په کلنۍ غونډه کې هم برخه واخلي او د حکومت کاري راپور او نور اړوند راپورونه به واوري او بحثونه به پرې وکړي.

 دغه راز د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې کلنۍ غونډې کې به اړوند سياسي پرېکړه ليکونه او راپورونه هم تر سنجش لاندې ونيول شي او وروسته به یې  تصويب کړي.