د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشرۍ مطبوعاتي سکرېټر دميتري پيسکوف د مارچ په دوهمه نېټه ويلي، چې د روسيې مذاکراتي پلاوی له اوکراين سره د خبرو اترو د دوام لپاره چمتو شوی دی..
د روسيې خبري رسنيو په همدې ورځ د پيسکوف
په حواله ويلي، چې روسيه چمتو ده، همدا نن شپه د اوکراين له پلاوي سره خبرو اترو ته
ادامه ورکړي، خو د خبرو اترو د ټاکلي وخت او ځای په اړه یې خبر نه دی ورکړی.
د
روسيې تاس اژانس د اوکراين د ولسمشر د سلاکار اليستويچ په حواله ويلي، چې د روسيې
او اوکراين دوه پړاويزې خبرې اترې به د مارچ په ۲مه نېټه تر سره شي.
تر اوسه د
دغو خبرو په اړه نوي مالومات نه دي خپاره شوي.
(خبرياله: شکريه)