د چين په سږنيو دوو غونډو کې د پام وړ ټکي
CMG2022/03/03 17:50:40
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين دوه غونډې، يعنې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېټې ۵مه عمومي غونډه، به د مارچ په پيل کې تر سره شي. سږ کال په هره ساحه کې د سوسياليستي عصري هېواد په توګه د چين د ابادولو او د چين دوهمې سل کلنې موخې ته د رسېدو لپاره ډېر اهميت لري. پوښتنه دا ده چې، په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو او د نړيوالو حالاتو د ننګونو پر وړاندې به په دغو دوو غونډو کې د چين د سږني پرمختګ په اړه کومې لايحې طرحه شي؟ د چين د اقتصاد پرمختګ، په چين کې د کرونا وبا وقايې او په نړيوالو چارو کې د چين رول به د پاملرنې وړ ټکي وګرځي.

لومړی، چين به په ثابته توګه اقتصاد پياوړی کړي، څو په اوږدې مودې کې د ملي اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي.

د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څېړنيز مرکز د عمومي اقتصاد څانګې څېړونکي جانګ لي چون د چين د اقتصاد د پرمختګ د يادونې په وخت کې ويلي، چې د چين اقتصاد دې د کرونا وبا او د نړيوالو حالاتو د ننګونو پر وړاندې په ثابته توګه پرمختګ ومومي. ده زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې د چين د ملي اقتصاد د زياتوالي انډولونو او د چين په دننه او بهر کې د اقتصادي چاپېريال تر پام او غور لاندې په نيولو سره دې د اقتصاد د  پیاوړتیا، روزګار او د توليداتو د بيو په اړه د اقتصاد مناسبه پرمختيايي موخه دې وټاکل شي. دا به پر بازار د بېلا بېلو خواوو د باور د ټينګښت او د اقتصاد د مناسب پرمختګ د پياوړتيا لپاره ګټوره وي.

دوهم، چين به د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره دقيق تدبيرونه  ونیسي.

په تېرو  نږدې وختو کې د نړۍ په قلمرو کې د کرونا وبا د خپرېدو څپه يو ځل بيا راپورته شوې ده. د دې ترڅنګ، د چين په لسګونو ولايتونو کې هم نوې پېښې ثبتې شوې دي. اوس د چين په دننه کې د دلتا او اوميکرون نوي ډول ويروسونه پيدا شوي دي، نو دقيق تدبيرونه په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره کليدي اهميت لري. د چين د ناروغيو د کنټرول مرکز د ساري ناروغۍ د څېړنې لومړی کارپوه وو ځون يو په دې اند دی، چې له بهره چين ته د وبا د خپرېدو د مخنيوي او په داخل کې د رامنځته شويو پېښو د کنټرول په اړه د عمومي تګلارې او د (( متحرک صفر )) عمومي لايحې تر لارښوونې لاندې دې د چين بېلا بېل ځايونه د کرونا وبا د وقايې او  کنټرول، د ناروغانو د تداوۍ او د تګلارو او لايحو د پلي کولو لپاره دې دقيق تدبيرونه  ونیول شي.

درېيم، چين به په پر له پسې توګه د نړيوالې ادارې په څواړخيز جريان کې مهم رول ولوبوي.

چين به په ۲۰۲۲م کال کې د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې د تر سره کولو او د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصاد او همکارۍ سازمان، د شلو سترو هېوادونو د ډلو او د شانګهای همکارۍ سازمان په شمول د نړيوالو سازمانونو په سرمشريزو کې د ګډون کولو له لارې د نړيوالې ادارې په څواړخيز جريان کې مهم رول ولوبوي. د څېړونکو په اند، سږ کال به چين د ورخلاصون، جامعيت، برابرۍ او ګډو ګټو پر لوري د اقتصاد د نړيوال کېدو څپه پورته کړي، څو د چين په دننه کې د اقتصاد د پرمختګ لپاره امنيتي، ثابتې او ښې زمينې برابرې کړي.

د چين د اقتصادپوهانو په اند، د (( دوو غونډو)) ګډون کوونکي به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، د سيمه ييز هراړخيز اقتصادي او دوستانه اړيکو تړون د پلي کولو او د سيمه ييز اقتصاد د يو لاس کېدو بهير د پياوړتيا په شمول، پر  یو لړ نورو مطالبو بحثونه وکړي.