د امريکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير مايک
پمپيو د مارچ په دوهمه نېټه د چين تايوان ته تللی دی.
مايک پمپيو د امريکې د
ولسمشرۍ خوبونه ويني او د همدې ارمان د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړی
تایوان ته تللی او د امريکې د منځمهاله ټاکنو په کال کې غواړي، چې د خپل دغه سفر له
لارې د چين ضد قوتونو ملاتړ راجلب کړي او د ځان اغېزه زياته وښيي.
چين د پروسږ
کال په جنورۍ کې پر هغه بنديزونه لګولي او له امله يې سياسي ژوند ټکنی شوی او اوس
هڅه کوي، چې د تايوان د ډيموکراتيک پرمختګ له ګوند څخه پيسې واخلي او د ولسمشرۍ
ارمان پرې پوره کړي.
دا څرګند حقيقت دی، چې پمپيو د تايوان له واکمن ډيموکراتيک
پرمختګ ګوند له استازو سره د ليدنې له لارې غواړي سیاسي ګټې ترلاسه کړي او د ځان
لپاره همدغه اغېزمنه لار بولي.
دده دغه سفر به يوازې د تايوان تنګي د وضعيت د
پېچلېدو او د تايوانيانو ګټو ته د زيان رسولو سبب وګرځي، نوره هيڅ مثبته اغېزه به و
نه لري.
(خبرياله: شکريه)