د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو سټوډيومونه به په راتلونکي کې هم وکارول شي
CMG2022/03/03 17:54:04
شريکول:

په بېجينګ کې د چټک‌ يخمالک ملي سټوډيوم، د ښويدنې لوبې دولتي مرکز او د شو ګانګ د سکي وهلو لوی سټيج په شمول ځيني سټوډيومونه د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو لپاره چمتو شوي دي.

 په دغو سټېډيومونو کې نه يوازې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره شوې، بلکې نړۍ ته يې د اولمپيک ميراث هم وړاندې کړی دی.

د ۲۰۰۸ م کال د بېجينګ د اولمپيک د دوبنيو لوبو ځيني سټوډيومونه تر لږ څه بدلونونو وروسته د ۲۰۲۲ م کال د بېجينګ اولمپيک په ژمنيو لوبو کې هم وکارول شول.

د بېجينګ اولمپيک د ژمنيو لوبو پرانيستونکي او پای مراسم د بېجينګ په ملي سټوډيوم کې تر سره شول


د ۲۰۰۸م کال د اولمپيک د دوبنيو لوبو پرانيستونکي او پای مراسم د بېجينګ ملي سټوډيوم کې ترسره شول او سږکال د اولمپيک د ژمنيو لوبو پرانيستونکي او پای مراسم هم په همدغه سټوډيوم کې تر سره شول او ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې به په دغه سټوډيوم کې بېلا بېلې لوبې او نندارې ترسره کيږي.  

 د لامبو ملي مرکز


د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې د کورلينګ سيالۍ د لامبو په ملي مرکز کې ترسره شوې. په دغه مرکز کې به په راتلونکې کې نه يوازې د لامبو لوبې تر سره کيږي، بلکې دلته به د یخ لوبې هم ترسره کيږي او د دې ترڅنګ په دغه مرکز کې به کلتورې نندارې هم وړاندې کيږي.

د وو که سونګ سپورټي مرکز او د بېجينګ سټوډيوم به په راتلونکې کې د لوبو او هم کلتوري نندارو لپاره وکارول شي.

د چټک‌ يخمالک ملي سټوډيوم


د چټک يخمالک ملي سټوډيوم د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو یوازينی نوی سټوډیوم  او د اولمپيک ژمنیو لوبو په تاريخ کې د چټک يخمالک لومړی سټوډيوم دی،‌ چې د کاربن دوه اکسايد په وسيله پکې يخ جوړيږي او دا سټوډيوم د چاپيريال ساتنې او د لوبغاړو د سيالۍ لپاره ډېر ګټور بلل کيږي.

د چټک‌ يخمالک ملي سټوډيوم د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کولو لپاره ډېر ګټور تمام شوی دی او په راتلونکي کې به د نورو سپورټي سیاليو، کلتوري‌ نندارو او د عامو خلکو د وخت تېري لپاره هم وکارول شي.  

 د شو ګانګ د سکي وهلو لوي سټېج

د ښويدنې لوبې دولتي مرکز


د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ۲۶ سټوډيومونو او لوبغاليو کې پاکه او دواملرونکې انرژي وکارول شوه او دا د اولمپيک په تاريخ کې بې ساری ګام بلل کيږي. د شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۹م کال له جون مياشتې څخه د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو تر پايه پورې به د پاکو او دواملرونکو انرژيو د کارولو پر مټ د کاربن د ايستنې د کمښت اندازه ۳۲۰ زرو ټنو ته ورسېږي، چې دغه اندازه په يو کال کې د ۳۲ ميليونو ونو لخوا د کاربن د پاکولو له اندازې سره برابره ده.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له تشکيلاتي کميټې سره د همغږۍ په چارو کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې چارواکي انتونيو سامارانچ د د بېجينګ اولمپيک لوبو ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې دغه لوبې به پر چينايانو ښه اغېز وکړي. د دغو لوبو لوی سټوډيومونه به په راتلونکو ۶۰ کالونو کې هم وکارول شي.