د چين بهریو چارو وزير وانګ يي له خپل ايراني سيال عبداللهيان سره تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/03 10:55:19
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲مه نېټه له خپل ايراني سيال عبداللهيان سره تليفوني خبرې کړې دي.

عبداللهيان ويلي، چې ايران غواړي، له چين سره نژدې همکارۍ وساتي او پوره ملاتړ ورڅخه کوي، چې د افغانستان د ګاونديو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمه غونډه تر سره کړي.

وانګ يي وويل، چې چين به په مناسب وخت کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه تر سره کړي، څو د ګاونډيو هېوادونو امتيازونه او ځانګړتياوې وکارول شي او د افغانستان د دايمي سولې او ثبات لپاره فعال خدمتونه وکړي.