د روسيې دفاع وزرات د روسي او اوکرايني ځواکونو د مرګژوبلې شمېرې خپرې کړي
CMG2022/03/03 11:05:05
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشنکوف د مارچ د ۲مې نېټې په شپه ويلي، چې د روسيې او اوکراين په روانې شخړې کې تر اوسه د روسيې ۴۹۸ سرتيري او د اوکراين ۲۸۷۰ سرتيري وژل شوي او د روسيې ۱۵۹۷ او د اوکراين ۳۷۰۰ سرتيري ټپيان شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، چې ځواکونو يې د اوکراين ۵۷۲ سرتيري هم نيولي دي.
(خبرياله: شکريه)