چين به له ملګرو هېوادونو سره د اقتصادي سمسورتيا او دوامدار پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي
CMG2022/03/03 11:02:38
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲مه نېټه وويل، چې چين تېر کال له ګڼو بهرنيو او کورنيو اقتصادي ستونزو سره مخ و، خو بیا هم اقتصاد یې ډېره ښه وده او پرمختګ کړی دی.
نوموړي وويل، چې چين به له ملګرو هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي، نړۍ سره به انکشافي فرصتونه شريک او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا لپاره به خوځنده قوت برابر کړي او د ګډې سمسورتيا او دوامدار پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.
د نړۍ څو ارګانونو په دې وروستيو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سږنی اټکل ټيټ ښودلی، خو د چين د شمېرنې ملي ادارې د ۲۰۲۱م کال د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ راپور په خپرولو سره ويلي، چې پروسږ کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۸.۱ سلنه زيات شوی دی.
د عامو افکارو په اند، چين لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمختګ عمده خوځنده قوت بلل کېږي. (خبرياله: شکريه)