په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي
جانګ جون د مارچ په ۲مه نېټه د افغانستان د وضعيت د ارزونې په موخه د امنيت شورا په
يوه غونډه کې وويل، چې امريکا په ناقانوني، غېرعادلانه او غيرانساني کړنې غواړي، د
افغانستان ګنګل شوې شتمني له ستوني تېره کړي.
نوموړي ويلي، د م.م د خواړو نړيوال
پروګرام تازه شمېرې ښيي، چې د افغانستان ۲۲ ميليونه او ۸۰۰ زره وګړي خوړو ته لاسرسی
نه لري او ۳ ميليونه او ۲۰۰ زره ماشومان چې عمرونه يې تر ۵ کلنۍ کم دي، په
خوراځواکۍ اخته شوي دي.
افغانان له سختې لوږې او بېوزلۍ کړيږي او په اوسني کليدي
مهال کې د انساني بحران د مخنيوي او اقتصادي ثبات د ښه والي لپاره تر ټولو مهمه
چاره دا ده، چې پر افغانستان هر ډول لګيدلي بنديزونه پای ته ورسیږي.
نوموړي په
خپلو خبرو کې وویل، چې امريکا د افغانستان د داسې سخت بشري ناورين او خرابو اقتصادي
حالاتو کې هم پرېکړه کړې، چې د دغه هيواد د ۷ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت
شتمني په خپلو چارو کې وکاروي او د امريکې د دغې پرېکړې له امله ګڼو خلکو لاريونونه
کړي دي.
دا د افغانستان شتمني ده، خو امريکا غواړي له خپلو قوانينو سره سم د دغه
بېوزله هېواد شتمني وکاروي او دغسې چارې د تاريخ په پېر کې نه دي رامنځته
شوي.
نوموړي د امريکا ياده کړنه د افغانستان پر حاکميت او شتمنيو تيری او له
نړيوالو قوانينو څخه سخته سرغړونه بللې ده.
هغه زياته کړې، چې چين د افغانستان
دوست ګاونډی هېواد دی او تل يې د دغه هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره کوښښونه
کړي دي.
چين به د افغانستان په اړه هر ډول څو اړخيزو غونډو کې ګډون وکړي او له
سيمه يیزو هېوادونو سره به يو ځای، د افغانستان د سالم پرمختګ لپاره خپلو کوښښونو
ته دوام ورکړي.
(خبرياله: شکريه)