ډيموکراسي بايد په واقعیي کړنو کې انعکاس ومومي
CMG2022/03/04 15:51:36
شريکول:

په بېجينګ کې د مارچ په ۴مه نېټه د چين د دیارلسم ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې په اړه خبري ناسته ترسره شوه.
چين د دیارلسم ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې ویاند جانګ یې سوې په یاده خبري ناسته کې وویل، چې د ټول بهیر ولسي ډيموکراسي له دوو ترکيبي کليمو جوړه شوې، چې يوه ترکيبې کليمه يې ټول بهیر او بله یې ولسي ډيموکراسي ده.
چین د ټول بهیر ولسي ډیموکراسۍ د پرمختګ په ترڅ کې نه یوازې د بشپړ نظام د جوړولو په لور ګامونه پورته کړي، بلکې ډيموکراسي يې هم په واقعيت کې پلې کړې ده.
د هر یو هېواد ډيموکراسي باید وقعیتونه انعکاس کړي او وګړي يې باید د خپلې ډیموکراسۍ د ارزونې تر ټولو ډېر حق ولري. (هیله)