سبا ته د چين د ملي ولسي کانګريس کلنۍ غونډه پيليږي
CMG2022/03/04 15:10:00
شريکول:

ټاکل شوې، چې د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګريس پنځمه غونډه به د بېجينګ په وخت د مارچ د پنځمې نېټې په سهار پيل شي او د روانې میاشتې د يوولسمې نېټې په سهار به پای ته ورسيږي.

د غونډې ګډون کوونکي به په دغو شپږو ورځو کې د حکومت کاري راپور تر سنجش لاندې ونيسي او د ۲۰۲۲م کال د مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو د بودجو لايحې او د عالي ولسي محکمې او لويې څارنوالۍ کاري راپورونه وڅېړي.