د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي
انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د مارچ په ۳مه نېټه د اوکراين د اټومي تجهيزاتو د خونديتوب په
اړه ځانګړې غونډه ترسره کړې او د کاناډا او پولنډ لخوا وړاندې شوې د اوکراين د ذروي
خونديتوب د تضمين مسودې په اړه يې رايګيري تر سره کړې ده.
په ويانا کې د ملګرو
ملتونو په مقر کې د چين دايمي استازي وانګ چون مخالفه رايه کارولې او په خپلې
توضيحې وينا کې يې د چين دريځ بيان کړی دی.
نوموړي ويلي، چې دغې مسودې کې سياسي
عناصر ځای شوي، د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د حقونو محدودیتونو ته پکې پاملرنه نه
ده شوې او د يادې ايجنسۍ خپلواکي پکې تر پوښتنې لاندې راوستل شوې ده.
د ځينو
هېوادونو په رغنده نظرونو سره سره د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ په مجبوريت ياده
رايګېري ترسره کړې، نو چين مخالفه رايه کارولې ده. (خبرياله: شکريه)