د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ټول بهير ډيموکراسۍ مهم ميکانيزم دی
CMG2022/03/04 15:36:41
شريکول:

په بېجينګ کې د مارچ په ۳مه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کميټې د پنځمې غونډې په اړه لومړۍ مطبوعاتي ناسته تر سره شوه.

د دغې غونډې مطبوعاتي وياند ګو وې مين په يادې ناستې کې وويل، چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ۲۰۲۱ م کال کې د هيواد په دننه او بهرد پېچلو حالاتو په درشل کې خپلې دندې ډېرې ښې ترسره کړي، ګټور پيشنهادونه يې وړاندې کړي او اغيزمنې ګډې پيژندنې يې تر لاسه کړي دي.

دغه کنفرانس په تېر يو کال کې څه باندې ۵زره لايحې وړاندې کړي او اغيزمنې خدمتي تګلارې يې عملې کړې دي.

ګو وې مين وويل، چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د سوسياليزم د مشورتي ډيموکراسۍ مهمه لار او ځانګړی مشورتي ميکانيزم او هم د ټول بهير ډيموکراسۍ مهم ميکانيزم دی.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو، غیرې ګوندي غړو، مهمو ولسي ټولنو، ۵۶ قومونو، ۵ لويو مذهبونو په شمول د ۳۴ ټولنو له غړو څخه جوړېږي، چې د بېلا بېلو ګوندونو، ډلو، قومونو، ټولنو خلک پکې په ګډه د سياسي چارو په هکله بحثونه کوي.

د دغه کنفرانس دندې د ټول بهير ډيموکراسۍ ښکارندويي کوي او دا د چين د سوسیالیستي ډيموکراسۍ ځانګړې بڼه ده.