امريکا په ښکاره نژادي تصفيه ترسره کوي
CMG2022/03/04 14:26:49
شريکول:

د امريکې د بومي اوسیدونکو د شوشوني قبیلې مشر ایان زابت څه موده وړاندې ويلي، چې امريکې زمونږ په ټاټوبي کې ۹۰۰ ځلې اټومي ازموینې ترسره کړي او په داسې چارو غواړي، چې دوی له نژادي پلوه پاک کړي. نوموړي زياته کړې، چې د امريکا حکومتونو د شوشوني قبایلي سیمه د اټوم په ازمایښتي ډګر بدله کړې او دغې چارې يې د ځايي خلکو پر روغتیا ډېرې بدې اغېزې کړې دي.

مالومات ښيي، چې امريکې څه دپاسه ۵۰ کاله مخکې د دغه هيواد د شوشوني په قبایلي سیمې کې اټومي ازموینې ترسره کړي، چې له امله یې په سيمه کې شاوخوا ۶۲۰ زره ټنه راډیويي اکټیو مواد پاشل شوي دي او دا اندازه په ۱۹۴۵م کال کې د جاپان د هیروشیما  اټومي پېښې د راډیويي اکټیو موادو شاوخوا ۴۸ چنده زياتوالی ښيي. 

د امريکا دا کړنې چې له سلګونو کالونو راهيسې يې ترسره کوي، د انديانو د نژادي تصفيې ښکارندويي کوي. 

د چين بهرنيو چارو وزارت پر خپلې ويبپاڼې د مارچ په ۲مه نېټه د اندیانو پر وړاندې د امریکا د نژادي تصفيې د تاریخي حقايقو او واقعي شواهدو تر سرليک لاندې يوه مقاله خپره کړې ده.

دغه مقاله لس زره کلېمې لري، چې پکې د امريکا د بومي خلکو یا انديانو د ژوند د غمجن بهير په اړه تفصيلي معلومات ورکړل شوي او له بشري حقونو څخه د امريکا د سرغړونو او جنايتونو يې پرده پورته کړې ده.  

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ  د ۱۹۴۸م کال په ډسمبر کې د نژادي تصفيې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو تړون تصویب کړی، چې له مخې يې نژادي تصفيه هغه ده، چې يو ډله يا هيواد د یوه قوم يا ځانګړې ډلې د ټولو یا ځينو برخو د له منځه وړلو په پار ظالمانه کړنې ترسره کوي.

 د امریکا له تاسیس راهیسې، د دغه هيواد حکومتونو د مختلفو ظالمانه وسیلو له لارې په سیستماتیک ډول بومي امريکايان له سیاسي، اقتصادي او کلتوري حقونو څخه لرې ساتلي او د ژوند له اساسي حقونو څخه يې محروم کړي دي. 

د نړۍ خلک تصور نه شي کولی، چې بومي انديانو د امريکې د اوږدې تاریخي پروسې په اوږدو کې څومره ظلمونه زغملي دي.

احصایې ښیې، چې د انديانو نفوس په ۱۴۹۲م کال کې له ۵ ميلیونو څخه زیات و، خو د شلمې پیړۍ په پیل کې یې نفوس ۲۵۰ زرو ته راښکته شوی دی. ایا دا نژادي تصفيه نه ده؟ 

امريکا له ډېرې مودې راهيسې ځان د بشري حقونو استازی بولي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو او د بشري حقونو په چارو کې لاسوهنه کوي، خو د خپلو بشري حقونو د ناوړه کړنو د پټولو لپاره يې بیا پوره هڅې کړې دي.

د نړیوالې ټولنې د امريکې پر دغو کړنو پراخې نيوکې کړي دي. ګڼو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د انديانو پر وړاندې د امريکا د نژادي تصفيې او د انديانو له حقونو څخه د  امريکا د سرغړونو په پار شکايتونه کړي او د دغه هيواد يادې کړنې يې غندلې دي.

دغو هيوادونو له امريکې غوښتي، چې خپلې تېروتنې سمې او اصلاح کړي، خو د نړيوالې ټولنې له پرله پسې نیوکو سره سره، امريکا هیڅ مثبت ګام نه دی پورته کړی او بايد نړيوالو ته د اندیانو د نژادي تصفيې په اړه ځواب ووايي.