د چين د سياسي مشورو تر ټولو لوړې مرجع خپله کلنۍ غونډه پيل کړه
CMG2022/03/04 16:23:09
شريکول:

د چين د سياسي مشورت تر ټولو لوړې مرجع يعنې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کمېټې پنځمه غونډه د بېجينګ په وخت د مارچ د څلورمې نېټې په ماسپښين پيل شوه او د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو او چارواکو پکې ګډون کړی دی.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين د ملي ادارې او حکومتوالۍ سيستم يوه مهمه برخه ده. د دغه کنفرانس دندې دا دي، چې په سياسي مشورو کې ګډون کوي، ډيموکراتيک نظارت وکړي او د سياسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو د حل وړانديزونه کول دي.

د ياد کنفرانس نږدې ۲۰۰۰ غړو چې په مختلفو ګوندونو او ډلو، بېلابېلو قومونو او ټولنو پوړې اړه لري،په سږنۍکلنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.