د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګريس
د پنځمې کلنۍ غونډې خبري ناسته د مارچ په ۴مه نېټه تر سره شوه.
د دغې کلنۍ غونډې
وياند جانګ يی سوی په يادې خبري ناستې کې وويل، چې د چين او امریکا تر منځ دې په
نوې زمانه کې متقابل اعتماد، په سوله کې ګډ ژوند، همکاري او ګډې ګټې د اړيکو بنسټيز
اصول وګڼل شي.
متقابل اعتماد په سوله کې د ګډ ژوند کليدي شرط دی، همکاري او ګډې
ګټې نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري، بلکې د ټولې نړۍ
هيله هم ده.
د سيالۍ توان لوړول د امريکا چارې دي، خو د چين د چټک پرمختګ په
پلمه دغه هېواد ته د سیال په سترګه کتل به يوازې د دواړو خواوو تر منځ د متقابل
اعتماد او همکارۍ د خرابېدو سبب وګرځي.
نوموړي زياته کړه، چې د ايډيولوژيکي
مفکورې په پلمه ډله ييزه سيالي تر سره کول د زمانې د پرمختګ له غوښتنو سره سمون نه
لري.
(خبرياله: شکريه)