د چين بهرنيو چارو وزارت د مارچ په څلورمه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه.
په دغه ناسته کې يوه خبريال د ياد وزارت له وياند وانګ ون بين څخه پوښتنه وکړه، چې د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تنظيم کميټه وايي، چې د پاراولمپيک ژمنيو لوبو لپاره يې له خنډونو پاک خوندي چاپيريال برابر کړی او لوبغاړي د دغو لوبو د تنظيم له چارو او خدمتونو خوښ او برياوو ته په تمه دي. د چين حکومت په دې هکله څه نظر لري؟
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د بيجينګ پاراولمپيک ژمنۍ لوبې به نن شپه پرانيستل شي او د چين دولت رئيس شي جين پينګ به هم پکې ګډون وکړي. چين ژمنه کړې، چې د اولمپيک لوبې به په ارامه او ښه فضا کې ترسره کړي، نو د پاراولمپيک ژمنۍ لوبۍ به هم ډېرې ښې او په خوندي ډول ترسره شي.
نوموړي باور وښود، چې دغه لوبې به د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو لپاره د زحمتونو او روحيې ښکاره کولو ډګر وګرځي او د اولمپيک او د معيوبينو چارو د پرمختګ لپاره به نوې لار پرانيزي.