په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۳۸ میلیونو،۹۶۸ زرو او ۲۶۳ ته رسېدلی
CMG2022/03/04 10:38:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۳مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۳۸ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۵۵۹ زره او ۹۵۶ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۴۳۸ میلیونو، ۹۶۸ زرو او ۲۶۳ ته رسېدلی. په همدې موده کې د دغې وبا له امله ۸۰۷۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۹۶۹ زرو او ۴۳۹ ته رسېدلی دی. (هیله)