روسيې له اوکراین سره د بشردوستۍ مرستو د لارې هوارولو په اړه موافقه وکړه
CMG2022/03/04 10:46:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو د مارچ په ۳مه نېټه په بلاروس کې پای ته ورسېد. دواړو خواوو اوکراین ته د بشردوستۍ مرستو د لارې هوارولو په اړه موافقه کړې ده او ويلي يې دي، چې د خبرو اترو درېيم پراو به په نږدې وخت کې ترسره کړي. 

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتين په همدې ورځ د هېواد د فدرالي امنيت شورا له غړو سره یوه ويډيويي غونډه ترسره کړې او ویلي يې دي، چې په اوکراین کې د روسيې ځانګړي پوځي عملیات د ټاکلي مهالوېش او پلان له مخکې روان دي او ټاکلې موخې يې هم ګام تر لاسه کوي. (هیله)