د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين دوه غونډې، يعنې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس ۵مه عمومي غونډه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېټې ۵مه عمومي غونډه، به د مارچ په پيل کې تر سره شي. سږ کال په هره ساحه کې د سوسياليستي عصري هېواد په توګه د چين د ابادولو او د چين دوهمې سل کلنې موخې ته د رسېدو لپاره ډېر اهميت لري.