شي جين پينګ: ځوان مامورين بايد په نوي‌ عصر کې خپل خدمتونه وکړي
CMG2022/03/05 16:10:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په ښوونځي کې د پخو او ځوانو مامورينو د پسرلني روزنيز ټولګی د مارچ په لومړۍ نېټه پيل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د دې ټولګي د پيل په مراسمو کې په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې ځوان مامورين د ګوند او دولت د پرمختګ خوځنده قوت بلل کيږي، بايد لوړ ارمان او ټينګ هوډ وساتي، خپل توان لوړ کړي او په نوي‌ عصر کې خپل خدمتونه وکړي.

دغه راز ښاغلي شي جين پينګ وويل، چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، يو لړ ښوونې او روزنې تر سره شوي. ټول ګونديان بايد له دغو ښوونو او روزنو له لارې دغه اساسي مسئلې په ياد کړي، چې د چين کمونېست ګوند څه دی او موخه يې څه ده. ټول ګونديان بايد له عامو خلکو سره نژدې اړيکې وساتي.(فرشته)