د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو په پرانېستونکو مراسمو کې د (( تکړه شه !)) غږونه راپورته شول
CMG2022/03/05 17:06:26
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د پارالمپيک ژمنيو پرانېستونکي مراسم د مارچ د ۴مې نېټې په شپه د بېجينګ په ملي سټېډيوم کې تر سره شول.

په دغو مراسمو کې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د پرانېستونکو مراسمو په شان د اصلي مشال په دريځ کې د ټولو ګډونوالو لوبډلو نومونه د يو لوی واورين ګل په بڼه ښکاره شول او د مشال لېږدونې د مراسمو وروستی مشال د اصلي مشال په توګه ځای پر ځای شو.

چيني لوبغاړي لي ژوی د دغه وروستي مشال د ځای پر ځای کولو دنده پر غاړه  اخېستې وه. نوموړي د ليد ضعيف لوبغاړی دی او د بېجينګ د ۲۰۰۸م کال په پارالمپيک دوبنيو لوبو کې يې د درې قدم ليرې ټوپ وهلو د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

دغه راز لي ژوی د ليد د کمزورتيا له امله لږ څه وخت ولګاوه او اخر يې په بريالۍ توګه  اصلي مشال ځای پر ځای کړ.  په دغه بهير کې د پرانېستونکو مراسمو نندارچيانو د (( تکړه شه !)) غږ پورته کړ. دغه وضعيت پر خلکو ډېرې اغېزې کړي.