چين به د بېلابېلو هېوادونو د تصديو د پرمختګ لپاره زيات فرصتونه برابر کړي
CMG2022/03/05 14:43:38
شريکول:

 

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګريس پنځمه کلنۍ غونډه د مارچ په ۵مه نېټه د بېجينګ په لوی تالارکې پرانيستل شوه.

د چين صدراعظم لي که چيانګ يادې غونډې ته د حکومت په کاري راپور کې د ۲۰۲۲م کال د حکومت د کارونو په اړه وويل، چې د چين حکومت به له بهرنيو پانګو څخه فعاله استفاده وکړي، د لوی بازار ور به خلاص پرېږدي او په هيواد کې د بېلابېلو هېوادونو د تصديو د پرمختګ لپاره به نور زيات فرصتونه برابر کړي.

په ياد کاري راپور کې راغلي، چې د چين حکومت به له بهرنيو تصديو ملاتړ وکړي او وبه یې هڅوي، چې د منځنيو‌ او لوړ پوړو توليدي صنايعو، څېړنو او عصري خدمتونو په برخو کې او د چين په مرکزي،‌ لوېديځو او شمال ختيځو سيمو کې پانګونې زياتې کړي.

د چين حکومت به بهرني پانګوال وهڅوي او خدمتونه به یې پياوړي او د مهمو لويو پروګرامونو پلي کېدو ته به یې وده ورکړي او د هيواد د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمو او د های نان ازادې سوداګرۍ بندر د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.

په ياد کاري راپور کې زیاته شوې، چې چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ زياتې او ګډې ګټې تر لاسه کړي.