د چين ملي واکمن ارګان کلنۍ غونډه پرانيستل شوه
CMG2022/03/05 10:46:39
شريکول:

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس پنځمه کلنۍ غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.

په دغو پرانيستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او دولت نورو مشرانو او د ملي ولسي کانګرېس شاوخوا درې زرو استازو ګډون کړی دی.

د اجنډا له مخې، په دغه کنفرانس کې به د مرکزي حکومت کاري راپور وڅېړل شي او په ۲۰۲۲ کال کې به د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده موخې او دندې او د حکومت تګلارې روښانه شي.

د چين د ملي اقتصاد او د خلکو د ژوند د پلانونو او د بودجې راپورونه نننۍ غونډې ته د څېړنې لپاره وړاندې شوي دي.

په دې غونډه کې به د بېلا بېلو کچو سيمه ييزو کانګرېسونو او د بېلا بېلو کچو حکومتونو د تنظیمي قانون د تعدیل مسوده هم وڅیړل شي، د ځايي دولتي ارګانونو جوړولو ته به وده ورکړي او چيني ملت ته به ډاډ ورکړي، چې خلک د هېواد باداران دي.

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس دا وروستۍ کلنۍ غونډه به د نوۍ دورې د ملي ولسي کانګرس لپاره د استازو د شمېر او ټاکنو د پرېکړې مسوده او هم له هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو څخه د نوۍ دورې د ملي ولسي کانګرېس لپاره د استازو د ټاکلو لپاره د تدبيرونو مسوده وڅېړي او د نوۍ دورې د ملي ولسي کانګرېس د استازو شمېر، جوړښت او د ټاکنو وخت به روښانه کړي.

د چين کمونېست ګوند به د ۲۰۲۲م کال په دوهمه نيمايي کې ۲۰م ملي کانګرېس جوړ کړي او په تېرو پنځو کلونو کې د کارونو لنډيز او د راتلونکې يوې مودې لپاره د پرمختيايي پلان طرحه به جوړه کړي.

 چين چې په هر اړخيز ډول د يو عصري سوسياليستي هېواد د جوړولو نوی سفر پيل کړی، د اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د چټکتيا په اړه يې د خلکو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده.